غزل۔۔۔پیر محمد کاروان

غزل۔۔۔پیر محمد کاروان

خوب مې شه په سترګو کې تعبیر مې شه
راشه چې مرید دې شمه پیر مې شه

ځان راباندې وپیژنده ړوند یمه
ښکلیه ایینه مې شه تصویر مې شه

روح مې ګل په غېږه کې مچۍ، مچۍ
ګرځه پرې مسکی ، مسکی او میر مې شه

سیند یمه اشنا چنګک راواچوه
کب مې د زړه نیسه ماهي ګیر مې شه

وله مې د عشق د غره مارغه یمه
ښکار مې کړه ښکاري، کمان او تیر مې شه

ما باندې رنګین انقلاب راوله
ستړی یم بدل مې کړه تقدیر مې شه

راوله "کاروان" د غزل راوله
زه به دې رباب شم بم او زیر مې شه

Comments

Popular posts from this blog

غزلـ سېف الرح مان سلیم

pashto poetry