pashto poetry
خنـــــدا ګلاب دې که ګلاب خنــــدا
د ښکلــــو سـوال خندا جواب خندا
د آدم خــــــان سندرې وژنی سړې
درخو خـــــــــوره کړه په رباب خندا
ځـــــار ئې د شونډو د شرین اقراره
څاڅی ترې نن شراب شراب خندا
زما نه مـــــا یوسی د ځــــانه سره
ستا په بړق بړق لکه سیلاب خندا
که حادثه هم وی حاصل وی د ژوند
د محبت د انقـــــــــلاب خنـــــــــدا
لګی په زړه لکــه غزل د ســــــــائل
ستا د جــــــــانان مخ د کتاب خندا
Comments
Post a Comment