په زړه مې د نازونو انګارونه ږدي، او ځي
دا څوک ده چې په دې قبر ګلونه ږدي، او ځي
ـ
څه مينه د منزل څه د حالاتو مجبوري ده
جنون مې په سکروټو قدمونه ږدي، او ځي
ـ
يادونه يې زما د زړه تر کوره پورې راشي
د خيال په دېوالونو مې لاسونه ږدي، او ځي
ـ
د سترګو په جامونو کې محفل ته شراب راوړي
په وچو وچو شونډو مې پاړونه ږدي، او ځي
ـ
د دې غرونو د دغه ګړنګونو نه به لوېږي
چې څوک د لېونو په پلونو پلونه ږدى، او ځي
ـ
که نن نه وي سبا به د وفا لارې رڼې شي
مَېن چې پرې د زړونو مشالونه ږدي، او ځي
صاحب شاه صابر
![]() |
غزلـ سېف الرح مان سلیم
غزل ـ سېف الرح مان سلیم د وړو وړو خدایانو دې بنده کړم ـ مخ ۴۱ ـ چې ګیله مې درته وکړه، نو خفه شوې ته زما سره پښتو کړې، پښتنه شوې ـ دا څه راغلۀ ستا په زړۀ کښې خبر نه یم چې له ورایه را ښکاره شوې بیا ستنه شوې ـ تصور مې ستا په زلفو کښې راګېر کړو خیال او فکر ته مې پښو کښې زولنه شوې ـ که ډیوې مې کړې د اوښکو ډېرې بلې خو د هجر شپې ته نوره هم درنه شوې ـ زړۀ ته وګوره د هغې څو خبرو چې تر شونډو پورې راغلې پستنه شوې ـ مېلمستیا مې د خوبونو درله درکړه چې په خیال کښې مې ته راغلې مېلمنه شوې
Comments
Post a Comment