![]() |
چې پۀ نصیب شـوه دَ آسمــــانه شــــوله
لکه زمــــــــونږ روزي چې ګرانه شـــــوله
چې بې جنــــــــونه بې جانانـــه شـــــوله
دُنیـــــا خو دغــه وه چې ورانه شــــــوله
لاره وه ، ستوري وو ، آسمان وۀ شپه وه
خبـــــــره پاتي دَ کاروانــــــه شــــــــــوله
تنـــکي تنــــکي زخمــــــونه وټوکېـــــــدۀ
دَ اِنتـــــــظار صحـــــــرا ودانـه شـــــــوله
عقلـــــــه پۀ تـا چې مې بـــاور کـړے دے
هغـه ســــــــــودا مې دَ تاوانه شــــــــوله
ستـــا پۀ خوَرو زلفــــــو کښې "خو" لټوي
آئینـــــه مـــــاته کړه حېـــــرانه شـــــــوله
ما ئې پۀ ستـــرګو کښې تصـــویر جوړَوۀ
هسې شـــــکي شــــوه بدګُمــــانه شــــوله
چې مینه خواره شوه کۀ خوار شو زړونه
دَ غــــم ســــــودا څنـــــګه آرزانه شــــوله
ورېځـــو رنګ واړولو پوهـــــــه شــــــومه
پۀ مېــــخانه څوک مهــــــربانه شــــــــوله
دَ رقیبــــــــــــــــانو جـــــوړه کړې دُنیــــــا
پۀ آســـــــــویلي دَ مئېن ورانه شـــــــــوله
ستــــــا دَ بڼــــــــــو دَ "بڼــــه" ونــۀ وتـــــه
ســــودا کۀ هـــر څو پرېشـــــانه شــــــوله
دَ دړدېـــــدلو زړونو خُدائې آســــره شــــه
دُنیــــــا کۀ ډېـــــره بد ګُمــــــــانه شـــــوله
دَ پرهـــــــــــــرونو دَ ګُلــــــــــونو خنــــــدا
دَ ګُـــــــورو زلفــــــــــــو دَ بارانه شـــــــوله
ورېـــــځې راغـــــلې چې راورسېــــــــــده
باران راښــــکې شـــو چې روانه شــــــوله
بس چې ناڅاپــه مخامخ شـــــو ســــــــره
ستـرګې زړې شــوې مینـه ځوانه شـــــوله
مـــــــونږه دَ خپلـــــــــــو زړونو ومنـــــــله
پۀ مــونږ چې ورانه شـوه دَ خانه شــــوله
دَ نفـــــــــرتـونـو تیـــــارې وتمبېــــــــــــدې
چې دَ اُلفـت شـــــمع روښـــــانه شـــــــوله
اوس ئې دَ زړۀ پۀ رضا پوهـــه شـــومــــه
"صابــــره" اوس مینـه آســـــــانه شــــوله
صاحب صابــــره
Comments
Post a Comment