ارشدکاره جان ش
موسم خمار خمار جانان جانان دې او ته ځې
تیارۀ ده خوشې لاره ده باران دې او ته ځې
تپوس درنه څوک اونکړي په لار زما دَ حال
په لاس کښې درسره زما ګریوان دې او ته ځې
نه ټول ښائست زمونږ دَ چم نه ستا یوه خبره
دا کلې خو په تا باندې ودان دې او ته ځې
ستا یاد شی تا وې ګرځو به شړشمو کښې یو ځائې
سپرلې خو لا په لار کښې راروان دې او ته ځې
دا څنګه خفه کیږې تۀ په ټول انسانیت
ننیمګړې بې لتانه یو انسان دې او ته ځې
ښه پوهې ئې چې مې ګران دې دَ ارشد نه بغیر ژوند
ښه پوهې ئې چې په تلو کښې مې تاوان دې او ته ځې
ارشدکاره جان ش
Comments
Post a Comment