اباسين يوسفزی

د غربت سوې ځواني
لکه زمکه باراني

زما زور زما ځواني
ستا په حسن قرباني

دا د مينې خزانې
زما برخه اسماني

دا د سرو ګلو موسم
دا بې کچه ځانځاني

دا د ويرې نه سجدې
دا د ډب مسلماني

د دولت هر يو انبار
نه دی فضل رباني

چې پېدا شومه پښتون
ربه ستا مهرباني

اباسين يوسفزی

Comments

Popular posts from this blog

غزلـ سېف الرح مان سلیم

غزل۔۔۔پیر محمد کاروان

pashto poetry