غزل = ايوب صابر


غزل = ايوب صابر
 صګرخون ـ مخ ۱۵۱
ـ
خزان تېر شو د سپرلي ښکلے ماښام دے
غمه ورک شه نن زما په لاس کښې جام دے
ـ
چې زما د مينې تنده پرې ماتېږي
ستا د سترګو پېمانو ته مې سلام دے
ـ
په جلوت کښې يې حرام بولې واعظه
په خلوت کښې دې د ميو انتظام دے
ـ
باتور هغه چې په زړونو بادشاهي کړه
هغه نه چې تل شمشېر يې په نيام دے
ـ
د زړه سره په خوبانو کښې ممتاز شوې
د صابر غوندې باغي دې چې غلام دے


Comments

Popular posts from this blog

غزلـ سېف الرح مان سلیم

غزل۔۔۔پیر محمد کاروان

pashto poetry