ـ اکرام الله ګران

 ـ اکرام الله  
ژوند د خيال په آئينه کښې ـ مخ ۱۱۲
ـ
ستا د رخسارو رنګينۍ جوړې شوې
په مړاو زړونو کښې غوټۍ جوړې شوې
ـ
سيال دې پيدا نه شه آئين ته راغلې
اوس دې د ځان سره سيالۍ جوړې شوې
ـ
ښه شوه ياران چې مې دلګيره نه شو
زما غمونه خوشحالۍ جوړې شوې
ـ
ما د ارمان فصل رېبلے نه وو
ستا د سپرلي سترګې ږلۍ جوړې شوې
ـ
د زړه کشتۍ له به درياب د مينې
بدګمانۍ غولۍ غولۍ¹ جوړې شوې
ـ
رقيب په سيوري يې خپل ځان دمه کړو
ماته خو دا زلفې رسۍ جوړې شوې
ـ
په ټول ګلشن کښې د يو ګل دپاره
ګرانه! همه زړونه ځولۍ جوړې شوې
ـ
 

Comments

Popular posts from this blog

غزلـ سېف الرح مان سلیم

غزل۔۔۔پیر محمد کاروان

pashto poetry