poem

هغه زخم 
ـــــــــ
هغه زخم 
چې په کوم زخم کې ته وې 
ستا نامه وه 
ستا قیصه وه 
ستا د مینې تماشه وه 
هنګامه وه 
څړیکې ، څړیکې وو ، پرهر وو 
خوږېده به 
څڅېده به 
څړیکې ، څړیکې 
څاڅکې ، څاڅکې 
هغه زخم 
چې په کم زخم کې ته وې 
ستا قیصه وه 
ته خبر یې 
هغه زخم اوس ورغلی 
هغه زخم مې ګنډلی 
په دردونو 
د دردونو په تارونو 
د ګلونو په رګونو 
هغه زخم 
چې په کوم زخم کې ته وې 
ستا په نوم وو 
ټولو خلکو ته معلوم وو
هغه زخم داسې ورک شو 
چې په سترګو لیدی نه شي 
هن! په ګوتو معلومېږي 
چې لاس وروړې خوږېږي 
خو چې ته ګوتې ورنه وړې 
ګنې بیا راتازه کېږي 
وینې کېږي ،
پرهر کېږي 

ارواښاد صاحب شاه صابر

Comments

Popular posts from this blog

غزلـ سېف الرح مان سلیم

غزل۔۔۔پیر محمد کاروان

pashto poetry