ـ اکرام الله ګران

ـ اکرام الله ژوند د خيال په آئينه کښې ـ مخ ۱۱۲ ـ ستا د رخسارو رنګينۍ جوړې شوې په مړاو زړونو کښې غوټۍ جوړې شوې ـ سيال دې پيدا نه شه آئين ته راغلې اوس دې د ځان سره سيالۍ جوړې شوې ـ ښه شوه ياران چې مې دلګيره نه شو زما غمونه خوشحالۍ جوړې شوې ـ ما د ارمان فصل رېبلے نه وو ستا د سپرلي سترګې ږلۍ جوړې شوې ـ د زړه کشتۍ له به درياب د مينې بدګمانۍ غولۍ غولۍ¹ جوړې شوې ـ رقيب په سيوري يې خپل ځان دمه کړو ماته خو دا زلفې رسۍ جوړې شوې ـ په ټول ګلشن کښې د يو ګل دپاره ګرانه! همه زړونه ځولۍ جوړې شوې ـ