Posts

Showing posts from April, 2020

ـ اکرام الله ګران

Image
 ـ اکرام الله   ژوند د خيال په آئينه کښې ـ مخ ۱۱۲ ـ ستا د رخسارو رنګينۍ جوړې شوې په مړاو زړونو کښې غوټۍ جوړې شوې ـ سيال دې پيدا نه شه آئين ته راغلې اوس دې د ځان سره سيالۍ جوړې شوې ـ ښه شوه ياران چې مې دلګيره نه شو زما غمونه خوشحالۍ جوړې شوې ـ ما د ارمان فصل رېبلے نه وو ستا د سپرلي سترګې ږلۍ جوړې شوې ـ د زړه کشتۍ له به درياب د مينې بدګمانۍ غولۍ غولۍ¹ جوړې شوې ـ رقيب په سيوري يې خپل ځان دمه کړو ماته خو دا زلفې رسۍ جوړې شوې ـ په ټول ګلشن کښې د يو ګل دپاره ګرانه! همه زړونه ځولۍ جوړې شوې ـ  

غزلـ سېف الرح مان سلیم

Image
غزل ـ سېف الرح   مان سلیم د وړو وړو خدایانو دې بنده کړم ـ مخ ۴۱ ـ چې ګیله مې درته وکړه، نو خفه شوې ته زما سره پښتو کړې، پښتنه شوې ـ دا څه راغلۀ ستا په زړۀ کښې خبر نه یم چې له ورایه را ښکاره شوې بیا ستنه شوې ـ تصور مې ستا په زلفو کښې راګېر کړو خیال او فکر ته مې پښو کښې زولنه شوې ـ که ډیوې مې کړې د اوښکو ډېرې بلې خو د هجر شپې ته نوره هم درنه شوې ـ زړۀ ته وګوره د هغې څو خبرو چې تر شونډو پورې راغلې پستنه شوې ـ مېلمستیا مې د خوبونو درله درکړه چې په خیال کښې مې ته راغلې مېلمنه شوې

غزل = ايوب صابر

Image
غزل =   ايوب صابر  ص ګرخون ـ مخ ۱۵۱ ـ خزان تېر شو د سپرلي ښکلے ماښام دے غمه ورک شه نن زما په لاس کښې جام دے ـ چې زما د مينې تنده پرې ماتېږي ستا د سترګو پېمانو ته مې سلام دے ـ په جلوت کښې يې حرام بولې واعظه په خلوت کښې دې د ميو انتظام دے ـ باتور هغه چې په زړونو بادشاهي کړه هغه نه چې تل شمشېر يې په نيام دے ـ د زړه سره په خوبانو کښې ممتاز شوې د صابر غوندې باغي دې چې غلام دے

اباسين يوسفزی

Image
د غربت سوې ځواني لکه زمکه باراني زما زور زما ځواني ستا په حسن قرباني دا د مينې خزانې زما برخه اسماني دا د سرو ګلو موسم دا بې کچه ځانځاني دا د ويرې نه سجدې دا د ډب مسلماني د دولت هر يو انبار نه دی فضل رباني چې پېدا شومه پښتون ربه ستا مهرباني اباسين يوسفزی

Ghani khan

Image

pashto poetry

Image
غزل خنـــــدا ګلاب دې که ګلاب خنــــدا  د ښکلــــو سـوال خندا جواب خندا   د آدم خــــــان سندرې وژنی سړې  درخو خـــــــــوره کړه په رباب خندا   ځـــــار ئې د شونډو د شرین اقراره  څاڅی ترې نن شراب شراب خندا   زما نه مـــــا یوسی د ځــــانه سره  ستا په بړق بړق لکه سیلاب خندا   که حادثه هم وی حاصل وی د ژوند  د محبت د انقـــــــــلاب خنـــــــــدا   لګی په زړه لکــه غزل د ســــــــائل  ستا د جــــــــانان مخ د کتاب خندا

poem

Image
هغه زخم  ـــــــــ هغه زخم  چې په کوم زخم کې ته وې  ستا نامه وه  ستا قیصه وه  ستا د مینې تماشه وه  هنګامه وه  څړیکې ، څړیکې وو ، پرهر وو  خوږېده به  څڅېده به  څړیکې ، څړیکې  څاڅکې ، څاڅکې  هغه زخم  چې په کم زخم کې ته وې  ستا قیصه وه  ته خبر یې  هغه زخم اوس ورغلی  هغه زخم مې ګنډلی  په دردونو  د دردونو په تارونو  د ګلونو په رګونو  هغه زخم  چې په کوم زخم کې ته وې  ستا په نوم وو  ټولو خلکو ته معلوم وو هغه زخم داسې ورک شو  چې په سترګو لیدی نه شي  هن! په ګوتو معلومېږي  چې لاس وروړې خوږېږي  خو چې ته ګوتې ورنه وړې  ګنې بیا راتازه کېږي  وینې کېږي ، پرهر کېږي  ارواښاد صاحب شاه صابر

ارشدکاره جان ش

موسم خمار خمار جانان جانان دې او ته ځې  تیارۀ ده خوشې لاره ده باران دې او ته ځې  تپوس درنه څوک اونکړي په لار زما دَ حال  په لاس کښې درسره زما ګریوان دې او ته ځې  نه ټول ښائست زمونږ دَ چم نه ستا یوه خبره  دا کلې خو په تا باندې ودان دې او ته ځې  ستا یاد شی تا وې ګرځو به شړشمو کښې یو ځائې  سپرلې خو لا په لار کښې راروان دې او ته ځې  دا څنګه خفه کیږې تۀ په ټول انسانیت  ننیمګړې بې لتانه یو انسان دې او ته ځې  ښه پوهې ئې چې مې ګران دې دَ ارشد نه بغیر ژوند  ښه پوهې ئې چې په تلو کښې مې تاوان دې او ته ځې  ارشد کار ه  جان ش
Image
د يدن په ځائې ئې خولګۍ راکړه خدايه سخي جانان ته ورکې جنتونه

غزل۔۔۔پیر محمد کاروان

Image
غزل۔۔۔پیر محمد کاروان خ وب مې شه په سترګو کې تعبیر مې شه راشه چې مرید دې شمه پیر مې شه ځان راباندې وپیژنده ړوند یمه ښکلیه ایینه مې شه تصویر مې شه روح مې ګل په غېږه کې مچۍ، مچۍ ګرځه پرې مسکی ، مسکی او میر مې شه سیند یمه اشنا چنګک راواچوه کب مې د زړه نیسه ماهي ګیر مې شه وله مې د عشق د غره مارغه یمه ښکار مې کړه ښکاري، کمان او تیر مې شه ما باندې رنګین انقلاب راوله ستړی یم بدل مې کړه تقدیر مې شه راوله "کاروان" د غزل راوله زه به دې رباب شم بم او زیر مې شه
Image
‏ظالمـــــه یاره  په مه زړه  وسیځه مخي له مه راځه چي نه دي وینم زمــــا د زړه هغـــــه زاړه زخــمونه تازه شي ویني شي چي ودي وینم صابر
Image
چې پۀ نصیب شـوه دَ آسمــــانه شــــوله لکه زمــــــــونږ روزي چې ګرانه شـــــوله  چې بې جنــــــــونه بې جانانـــه شـــــوله دُنیـــــا خو دغــه وه چې ورانه شــــــوله لاره وه ، ستوري وو ، آسمان وۀ شپه وه  خبـــــــره پاتي دَ کاروانــــــه شــــــــــوله  تنـــکي تنــــکي زخمــــــونه وټوکېـــــــدۀ  دَ اِنتـــــــظار صحـــــــرا ودانـه شـــــــوله عقلـــــــه پۀ تـا چې مې بـــاور کـړے دے   هغـه ســــــــــودا مې دَ  تاوانه شــــــــوله ستـــا پۀ خوَرو زلفــــــو کښې "خو" لټوي  آئینـــــه مـــــاته کړه حېـــــرانه شـــــــوله ما ئې پۀ ستـــرګو کښې تصـــویر جوړَوۀ  هسې شـــــکي شــــوه بدګُمــــانه شــــوله  چې مینه خواره شوه کۀ خوار شو زړونه  دَ غــــم ســــــودا څنـــــګه آرزانه شــــوله ورېځـــو رنګ واړولو پوهـــــــه شــــــومه پۀ مېــــخانه څوک مهــــــربانه شــــــــوله  دَ رقیبــــــــــــــــانو جـــــوړه کړې دُنیــــــا  ...
Image
پښتو شاعري Pashto poetry ‎ په زړه مې د نازونو انګارونه ږدي، او ځي دا څوک ده چې په دې قبر ګلونه ږدي، او ځي ـ څه مينه د منزل څه د حالاتو مجبوري ده جنون مې په سکروټو قدمونه ږدي، او ځي ـ يادونه يې زما د زړه تر کوره پورې راشي د خيال په دېوالونو مې لاسونه ږدي، او ځي ـ د سترګو په جامونو کې محفل ته شراب راوړي په وچو وچو شونډو مې پاړونه ږدي، او ځي ـ د دې غرونو د دغه ګړنګونو نه به لوېږي چې څوک د لېونو په پلونو پلونه ږدى، او ځي ـ که نن نه وي سبا به د وفا لارې رڼې شي مَېن چې پرې د زړونو مشالونه ږدي، او ځي صاحب شاه صابر